د مهاجرو کیسې

احمد (26)

ما 6 کاله دمخه افغانستان پریښود. زما خونديتوب ته د سیمه ایزې ټولنې لخوا ګواښونه کېدل.  زه د خپل ملګري د مرستې په کارولو پاکستان ته لاړم. خو، د سفر پر مهال ټپي شوم، نو په روغتون کې پاتې شوم، او بیا پولیسو زندان ته بوتلم، چېرې چې زه د پنځو میاشتو لپاره وساتل شوم. له زندان وروسته، زه بیرته افغانستان ته ستون شوم. زما لا هم اراده وه چې افغانستان پرېږدم، نو له ټولې ځواک سیمې تېر شوم او کابل ته لاړم. هلته مې یو بل ملګری ولید او هوکړه مو وکړه چې ترکیې ته لاړ شو. د یوه قاچاقبر په مرسته لومړی ایران ته ولاړو. زه په خپل ژوند ډارېدم. کله چې مونږ د ایران له پولې تېرېدلو، یوې پېښې سره مخ شو او دوه کسان پکې مړه شول. کله چې ترکیې ته په ننوتلو بریالی شوم، نو زه د یوې 19 کسیزې ډلې سره پنځه میاشتې په ځنګل کې پټ شوم. په ترکیه کې له تم کېدو وروسته یونان ته لاړم. ما د یوه قاچاقبر له مرستې کار واخیست او مونږ په کښتۍ کې د ترکیې له پولې تېر شو. په دې ډله کې ماشومان هم وو. قاچاقبر زه د یونان میتیلین ته بوتلم او له هغې وروسته مې د اردن پیټرا ته سفر وکړ چیرې چې زه پنځه کاله پاتې شوم. هلته، ما د کوم کار جواز پرته د یوه پلورونکي په توګه کار وکړ. له هغې وروسته، ما بیرته یونان ته سفر وکړ، چیرې چې ما د پناه لپاره غوښتنه ورکړه. په داسې حال کې چې زه د پناه په کړنلاره بوخت وم، د هغې ډلې غړو وموندلم چې په افغانستان کې يې ګواښلی وم. هغوي زه څو ځایه په چړو ووهلم او اړ شوم چې د یوې میاشتې لپاره په روغتون کې پاتې شم. لا هم، په خپل ژوند وېرېږم، ما پریکړه وکړه چې د پناه کړنلارې بشپړیدو ته انتظار نشم کولای، نو وتښتیدم. د اوس لپاره، مې پلان دا دی چې په لویدیځ بالکان کې پاتې شم، نو ما د پناه لپاره غوښتنه ورکړه. زه سیمه ایزه ژبه زده کوم او که زه پناه وموم، نو زه به هڅه وکړم چې په قانوني توګه وګومارل شم. زه دلته خوشحاله یم. خو، که زه پوهیدی چې زما سفر به څنګه وي، نو ما به افغانستان نه وای پریښی. پر ځای به مې د ګواښونو په سوله ایز ډول حل کولو هڅه کړې وای. په همدې وخت کې، زما مور مړه شوه، او زه پښیمانه یم چې هلته د هغې په خوا کې نه وم. خو، زه هڅه کوم چې مثبت واوسم او د وضعیت روښانه اړخ ګورم.

یوسف (23)

ما له 3 کالو څخه لا دمخه کانګو پریښې وه. زما نيا زما پالنه کوله، ځکه چې پلار مې په بهر کې ژوند کاوه او هره مياشت به يې مونږ ته پيسې رالېږلې. ما د خپلې کورنۍ سره ستونزې درلودې او حتی د دوي د سختو وهلو سره مخ شوم. له دې وهلو څخه مې څو ټپونه پېدا کړل. په پای کې، له دې امله چې ما خپل ژوند ګواښلی وموند، نو پریکړه مې وکړه چې کانګو پریږدم.

د کانګو له پرېښودلو وړاندې، یوه پادری زه د هیواد بلې برخې ته بوتلم او مرسته يې راسره وکړه. هغه زما مور ته زنګ وواهه چې پیسې ورولېږي ترڅو زه د سفر اسناد ترلاسه کړای شم. ما په قانوني توګه ترکیې ته پرواز وکړ. زه 6 میاشتې د خپل ملګري په کور کې پاتې شوم. په هغو پېسو چې ما ګټلې د کور کرایه او بلونه مې نشو لنډولای، ځکه خو اړ شوم چې اپارتمان پرېږدم. ما ترکیه پریښوده او د یوه قاچاقبر د خدماتو په کارولو یونان ته لاړم. زه په یوه 50 کسیزه ډله کې په کښتۍ کې له سمندر څخه تېر شوم او قاچاقبر ته مې 500 امریکایي ډالر ورکړل. هغه مونږ د کاس ټاپو ته بوتلو. زه هلته د یوې میاشتې لپاره پاتې شوم. د کوویډ-19 له امله مې د پناه هڅه ونشوه کړای او اتن سره نېږدې، ملاکاسا ته ولېږدول شوم. ما په ملاکاسا کې د پناه ترلاسه کولو هڅه وکړه او د یو نیم کال څخه زیات د پناه غوښتونکو په مرکز کې پاتې شوم. زما پناه غوښتنه دوه ځلې رد کړای شوه، او په دویم ځل دوي زما ټول اسناد د پناه د کړنلارې لپاره واخیستل. د څو وروستیو میاشتو راهیسې ما د 15 کسانو سره په کرایه شوي اپارتمان کې ژوند وکړ. حالات ډیر خراب وو او ما پریکړه وکړه چې هیواد پریږدم. ما په لویدیځ بالکان کې د پناه ترلاسه کولو هڅه کړې ځکه چې زه غواړم خوندیتوب ترلاسه کړم، دا زما لپاره ترټولو مهم شی دی.

Share
Share
Tweet

Project implemented by